منظور پشتین: که یې د پاکستان حکومت ملګري را خوشې نکړي سختو احتجانونو ته به دوام ورکړي

روهي (دوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی چې که د پښتون ژغورنې غورځنګ بندي غړي را خوشې نه شي نو په وړاندې به یې خپلې سختې مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي نن د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې په پاکستاني حکومت غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دې را خوشې کړي او په پښتنو روان ظلم دې پای ته ورسوي.

پشتین ګواښ وکړ که یې غږ ونه وریدل شي خپلو سختو احتجانونو ته به دوام ورکړي او له نړیوالو بشري ادارو یې وغوښتل چې په دې برخه کې دې توپیري چلند نه کوي او د نورې نړۍ د وګړو غوندې دې په پښتنو د روان ظلم په غبرګون کې هم خپل غږ اوچت کړي.