اروپایي ټولنې ته د طالبانو غبرګون موږ د وسله والو بریدونو او هدفي وژنو مسول نه یو

روهي ( دوه نۍ/ ۱۳ د سلواغې )، طالبانو د اروپايي ټولنې وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.
 
وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه. 
 
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي. 
 
اروپايي ټولنې امریکا، استرالیا، برېټانیا او څو نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې طالبان د وروستي تاوتریخوالي مسوول دي، هدفي بریدونه کوي، عامه تاسیسات ورانوي او دوی ته په کار ده چې ژر تر ژره د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي.
 
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ترکیې ولسمشر د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
 
 د جمهوري ریاست وايي د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طیب اردوغان پرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او سوداګرۍ هم خبرې وکړې.
 
د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او هلته یط د ایران بهرینو چارو وزیر سره د سولې په بهیر غږېدلی دی، همدا راز د عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته ولاړ، ځینې ضد او نقیضې څرګندونې یې وکړې.
 
د چارو شنوونکي هم په دې باور دي چې د امریکا له لوري د تړون بیا ارزولو پرېکړې طالبان وارخطا کړي، ځکه خو د امریکا سیالیو هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړي دي.