سیلاب:  رحماني ته که د موقت حکومت په اړه له ولس بښنه ونه غواړې  د وکیلانو امضاګانې راټولوو صلب صلاحیت کوو دې

په ولسي جرګه کې د کندهار خلکو استازی سید احمد سیلاب په ګډون نورو وکیلانو هم نن د ولسي جرګې عمومي ناسته کې د رحماني پر خبرو غبرګون ښودلی.
 
سیلاب وویل" ما تر نن سهاره فکر کوه چې تاسو به هیڅ داسې خبرې نه وي کړي که مو کړي وي له ولس نه بښنه وغواړئ که بښنه ونه غواړئ له تالار څخه د نورو وکیلانو امضاګانې درباندې راټولو چې صلب صلاحیت د کړو.
 
 د ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني تیره ورځ وویل چې د موقت حکومت له ابتدايي طرحې څخه ولسي جرګه ملاتړ کوي.
 
رحماني ویلی د سولې اسلامي حکومت تر نامه لاندې د موقت حکومت له طرحې ملاتړ کوو.