د امریکا دفاع وزارت: طالبانو لا هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

روهي (دوه نۍ/۱۳ د سلواغې)، د امریکا د دفاع وزارت وایي سره له دې چې امریکا له طالبانو سره په خپلو ژمنو عمل کړی خو طالبان لا هم په دې برخه کې په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې، چې طالبانو لا هم تاوتریخوالی جاري ساتلی او په افغان ځواکونو یې بریدونو ته دوام ورکړی.

کربي وایي د امریکا ستره موخه دا ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي خو د طالبانو نه ژمنتیا  ناهیلي ډېره کړې ده، د نوموړي په خبره چژ طالبانو ته په کار ده چې ددوحې هوکړه عملي کړي. 

هغه د امریکا د راتلونکي اقدام په اړه هېڅ راز څرګندونه نه ده کړې خو تمه یې ښودلې چې طالبان له هوکړې سره سم تاوتریخوالی کم او مذاکرات چټک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوې حکومت له طالبانو سره ددې هېواد د هوکړې له سره د اروزنې خبرداری ورکړی دی.