افراسیاب خټک: په افغانستان کې د نظام د دوام او پرمختګ د مخنیوي لپاره هدفي او منظم کار روان دی

روهي (یوه نۍ/۱۲ د سلواغې)، پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، چې ځیني سیمه ییزي کړۍ د افغان نظام د پرمختګ او دوام د مخنیوي په هڅه کې دي.

خټک په خپله یوه مرکه کې ویلي دي دا چې طالبان په مسکو کې د بل حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کوي، په افغانستان کې جګړې زور اخلي او هدفي بریدونه دوام کوي په دې مانا ده چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي نظام دښمنان ډېر دي او غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي.

نوموړي ویلي د سیمې استخباراتي کړۍ او د افغان جګړې بهرني لوبغاړي هڅه کوي په افغانستان کې د دایمي پرمختګونو مخه ډب کړي نو له همدې امله یې له امریکا سره هوکړه کړې ده خو د افغانانو پر وړاندې جګړ کوي. 

هغه تمه ښودلې چې د مذاکراتو دواړه لوري د بهرنیو کړیو پر ځای د خپل ولس خبرو ته غوږ ونیسي او په افغانستان کې روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.