د مکتب زده کوونکی احسان الله "وروسته له دې به ساعتونه لیرې ښوونځی ته ځم ښوونځی یې په بمونو راته ویجاړ کړ"



روهي (  نۍ/  ۱۱ د سلواغې )، وسله والو کندهار کې يو ښوونځی په بمونو ویجاړ کړی.
 
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي وسله د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په کلي کې یو ښوونځی په بمونو ویجاړ کړی دی.
د همدې مکتب یو زده کوونکي احسان الله د یو خبریال پوښتنې ته وایي موږ نیمګړي لا نیمه خوا پاتې شوو بیا به څوک د مکتب غم راته خوري چې زموږ سیمه کې مکتب جوړ کړي له دې"وروسته له دې به ساعتونه لیرې ښوونځی ته ځم  ښوونځی یې په بمونو  راته ویجاړ کړ بله خو لار نشته د ښمن زموږ راتلونکی خرابول غواړي"
 
د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې دا په تیرو دوو میاشتو کې ۴ ښوونځی دی چې د وسله والو کسانو له خوا په بمونو الوځول کیږي.
 
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي، خو تر دې وړاندې وسله والو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو لوی پل په بمونو الوځلی و چې له امله یې د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ