
روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، د وردګ ميدان ولايت بهسود ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او د علي پور په نوم د يو خپلسري قومندان د کسانو ترمنځ نښته شوې ده چې تلفت په کې رامنخ ته شوي دي.
کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د وردګ ميدان امنيه قومندانۍ بهسود ولسوالۍ ته امنيتي کسان معرفي کول چې د علي پور کسانو يې مخالفت کړی او پر افغان ځواکونو يې ډزې کړي.
د مهدي راسخ په نوم يو هزاره وکيل پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې امنيتي ځواکونو د وردګ ميدان د امنيه قومندان په لارښوونه پر ولسي وګړو ډزې کړې او هېڅ وسله وال کس په کې نه وو.
د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ پېښه کې په علي پور پوري اړوند نهه کسان وژل شوي؛ د ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو په شمول ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.