د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د اسرائيلو سفارت مخې ته چاودنه شوې 

روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، تېره ورځ د هندوستان پلازمېنه نوي ډيلي کې د اسرائيلي دولت د سفارت ودانۍ سره نېږدې چاوده شوې ده. د مسوولينو په وينا چې چاودنه ډېره زوروره نه وه. 

هندي پوليسو ويلي دي چې د کمو انفجاري مواد په وسيله دغه چاودنه رامنځ ته شوې، انساني تلفات نه لري خو شااوخوا موټرونه په کې ويجاړل شوي دي. 

د اسرائيلو حکومت دغه چاودنه تروريستي عمل بللی دی او د هند له حکومته يې غوښتي ډي چې په دې اړه پلټنې تر سره کړي.