اجـــــــــرونه (يوولسمه برخه)

(۵۱) الله جل جلاله یووالي د شاهدی (شهادت د کلمې) ویلو
څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « مَنْ قَالَ:لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، كَانَتْ لَهُ عَدْلَ عَشْرِ رِقَابٍ، وَكُتِبَتْ لَهُ مِائَةُ حَسَنَةٍ، وَمُحِيَتْ عَنْهُ مِائَةُ سَيِّئَةٍ، وَكَانَتْ لَهُ حِرْزًا مِنَ الشَّيْطَانِ يَوْمَهُ ذَلِكَ حَتَّى يُمْسِيَ، وَلَمْ يَأْتِ أَحَدٌ أَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ، إِلَّا أَحَدٌ عَمِلَ عَمَلًا أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ».
ژباړه:څوک چې دا کلمات په ورځ کې سل ځله ووايي:( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) نشته دى مستحق(معبود) د بندګى مګر يوازې یو الله جل جلاله دى، هيڅ شريک نه لري، هغه لره پاچاهي ثنا او ستاینه ده، او هغه په هر څه بر لاسي دي.

د هغه لپاره به په ثواب کې د لسو غلامونو د اﺯادولو برابر وي، سل نيکۍ به يې وليکل شي، سل ګناهونه به ورته وبښل شي، او دابه ورته ټوله ورځ تر ماښامه د شيطان نه ژغورنه وي، او هېڅوک به د ده په څير په غوره عمل راتګ ونه کړي مګر هغه څوک چې له ده ﺯيات عمل يې کړي وي.

(۵۲) په دې صیغه(لفظونو) د تسبیح ویلو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَقَدْ قُلْتُ بَعْدَكِ أَرْبَعَ كَلِمَاتٍ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ لَوْ وُزِنَتْ بِمَا قُلْتِ مُنْذُ الْيَوْمِ لَوَزَنَتْهُنَّ؛ سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ عَدَدَ خَلْقِهِ وَرِضَا نَفْسِهِ وَزِنَةِ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ».
ژباړه: یقینا ما له تا وروسته څلور کلمات دري ځل وویل، کچېري ستا د ټولې ورځې له ذکر سره وتلل شي نو له هغې به درانه وی: (سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ عَدَدَ خَلْقِهِ، وَرِضَى نَفْسِهِ، وَزِنَةَ عَرْشِهِ، وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ) پاکی د الله جلا جلاله لره اوغوره ستاینه ده هغه لره په اندازه د مخلوقاتو د هغه، د نفس د رضا د هغه، په وزن د عرش د هغه، او په رنګ د کلماتو د هغه.

(۵۳) د عادل امام (پاچا) لپاره  څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ: « الْإِمَامُ الْعَادِلُ».
ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری(د عرش سیوری)()   وکړي چې هغه د سیوري نه غیر به بل هېڅ سیوری نوي، دهغوی د ډلې نه یې د(عادل پاچا) یادونه وکړه.

(۵۴) په عبادت کې د رالوی شوي ځوان لپاره  څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ:«شَابٌّ نَشَأَ بِعِبَادَةِ اللَّهِ ».
ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری وکړي چې هغه د سیوري نه به غیر بل هېڅ سیوری نوي، دهغوی د جملې نه یې د(هغه ځوان چې د الله تعالی په عبادت کې رالوی شوي وی) ذکر وکړ.

(55) جومات پورې د زړه تړلو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ:« وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُتَعَلِّقٌ بِالْمَسْجِدِ، إِذَا خَرَجَ مِنْهُ حَتَّى يَعُودَ إِلَيْهِ ».
ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری وکړي چې هغه د سیوری نه به غیر بل هېڅ سیوری نوي، دهغوی د ډلې نه یې د هغه چا یادونه وکړه: (چې زړه یې د جومات پورې تړلې وي، چې کله ترې ووځي نو بېرته ورته راستون شي).
يادونه: پورتني ﺫکر شوي حديثونه ټول صحيح دي.