اجـــــــــرونه (پنځلسمه او وروستۍ برخه)

(۷۱) د عاجزۍ کولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:«وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلَّهِ إِلَّا رَفَعَهُ ».
ژباړه: یو چا الله جل جلاله ته تواضع او عاجزی نه ده کړي مګر الله تعالی لوړ(پورته) کړي دي.

(۷۲) چا ته د نیکۍ او خیر ښودلو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ».
ژباړه: چا چې نیکۍ او خیر ته لارښوونه وکړه د هغه لپاره د نيكي کوونکي په څېر اجر دي.

(۷۳) په کور کې ښځې د لمونځ کولو څه اجر دی؟
 نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «وَصَلَاتُكِ فِي بَيْتِكِ خَيْرٌ مِنْ صَلَاتِكِ فِي حُجْرَتِكِ، وَصَلَاتُكِ فِي حُجْرَتِكِ خَيْرٌ مِنْ صَلَاتِكِ فِي دَارِكِ، وَصَلَاتُكِ فِي دَارِكِ خَيْرٌ مِنْ صَلَاتِكِ فِي مَسْجِدِ قَوْمِكِ، وَصَلَاتُكِ فِي مَسْجِدِ قَوْمِكِ خَيْرٌ مِنْ صَلَاتِكِ فِي مَسْجِدِي».
ژباړه: ستا لپاره په خپله کوټه کې لمونځ کول د هلیز نه ډېر غوره دي، او په خپله دهلیز کې درله لمونځ کول ډېر غوره دي د کور د انګړ نه ، او په خپل کور کې درله لمونځ کول ډېر غوره دي د کلي د جومات نه، او د کلی په جومات کې درله لمونځ کول ډېر غوره دي زما د جومات نه.

(۷۴) نیکانو خلکو سره د محبت او ناستې څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ».
ژباړه: ته به له هغه چا سره یې چې محبت او مينه ورسره لري.

(۷۵) مسلمان ورور ته په غیاب کې د دعا کولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« دَعْوَةُ  الْمُسْلِمِ لِأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ مُسْتَجَابَةٌ، عِنْدَ رَأْسِهِ مَلَكٌ مُوَكَّلٌ كُلَّمَا دَعَا لِأَخِيهِ بِخَيْرٍ قَالَ الْمَلَكُ الْمُوَكَّلُ بِهِ آمِينَ وَلَكَ بِمِثْلٍ ».
ژباړه: د خپل مسلمان ورو لپاره په غیاب کی د یو مسلمان دعا کول قبلېږي ده د سر سره مقرره ملائکه وي کله چې د خپل ورور لپاره  د خیر دعا کوي، نو مقرره پرښته وایي: امین او ستا د پاره دی هم د هغه په څېر وي.

(۷۶) څوک چې د نیکۍ اراده وکړي د هغه لپاره  څه اجر دی؟
 نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: « مَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةٌ، وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَعَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرُ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعمِائَةِ ضِعْفٍ».
ژباړه: څوک چې د نیکۍ اراده وکړي او هغه ترسره نه کړي د هغه لپاره به یوه نیکي ولیکل شي، او څوک چې د نیکۍ اراده وکړي او هغه ترسره کړي د هغه لپاره به لس نیکۍ ولیکل شي تر د اوه سوه چنده پورې.

(۷۷) څوک چې د ګناه اراده وکړي او هغه ترسره نه کړي د هغه لپاره څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: « إِنْ هَمَّ بِسَيِّئَةٍ فَلَمْ يَعْمَلْهَا، كَتَبَها اللهُ لَهُ عِندَهُ حَسَنَةً كامِلةً».
ژباړه: او که چېرته د ګناه اراده وکړي او هغه ترسره نه کړي، نو الله جل جلاله به ورته له خپل لورې پوره نیکي ولیکي.

(۷۸) په الله جل جلاله باندې د رښتنی توکل کولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي : «لَوْ أَنَّكُمْ تَتَوَكَّلُونَ عَلَى اللَّهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ؛ لَرَزَقَكُمْ كَمَا تُرْزَقُ الطَّيْرُ، تَغْدُو خِمَاصًا، وَتَرُوحُ بِطَانًا».
ژباړه: که چېرته تاسو په الله جل جلاله په رښتنی سره توکل وکړي، نو تاسې ته به د مرغانو په څیر رزق درکړي، چې سحر تشې ججورې ځي او ماښام ډکې ججورې راستېږي.

(۷۹) لارې نه د ضرري شیانو د لیرې کولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَقَدْ رَأَيْتُ رَجُلًا يَتَقَلَّبُ فِي الْجَنَّةِ؛ فِي شَجَرَةٍ قَطَعَهَا مِنْ ظَهْرِ الطَّرِيقِ كَانَتْ تُؤْذِي النَّاسَ».
ژباړه: يقينا ما یو سړی ولید چې په جنت کې ګرځیدلو، د لارې له منځ څخه هغه ونې د پرېکولو له امله چې خلکو ته یې زیان رسولو.
وصلی الله علی سیدنا ونبینا محمد صلی الله علیه وسلم وعلی آله وأصحابه وسلم تسليما كثيرا