اجـــــــــرونه (لسمه برخه)

(۴۶) په الله تعالی باندې د بشپړ توکل کولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:« سَبْعُونَ أَلْفًا مِنْ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ بِغَيْرِ حِسَابٍ وَلَا عَذَابٍ, هُمُ الَّذِينَ لَا يَكْتَوُونَ وَلَا يَسْتَرْقُونَ وَلَا يَتَطَيَّرُونَ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ».
ژباړه: اویا زره کسان به زما له امت څخه بې له حسابه او ع‍‍ذابه جنت ته ننوځي، دوی هغه کسان دي چې ښکر نه لګوي، د دم غوښتنه نه کوي، او بد پالي نه نیسي او یوازې په خپل رب توکل کوي.

(۴۷) په رسول صلی الله علیه وسلم باندې د درودو ویلو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« مَنْ صَلَّى عَلَيَّ وَاحِدَةً صَلَّى الله عَلَيْهِ عَشْرَ صَلَوَاتٍ، وَحَطَّ عَنْهُ عَشْرَ خَطِيئَاتٍ، وَرُفِعَ عَنْهُ عَشْرُ دَرَجَاتٍ».
ژباړه: څوک چې په ما باندې یو ځل درود ووایي الله جل جلاله به پرې لس ځله درود ووایي، لس ګناهونه به یې ورژیږي او لس درجې به یې لوړې شي.

(۴۸) د اودس څخه وروسته د دوه رکعته لمونځ کولو څه اجر دی؟
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « مَا مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ الْوُضُوءَ، وَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، يُقْبِلُ بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ عَلَيْهِمَا، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ».
ژباړه: داسې یو څوک نشته چې اودس وکړي او اودس ښائسته کړي، بیا دوه رکعته لمونځ وکړي، د خپل زړه او اندامونو پام(توجو) لمونځ ته راوګرځوي، مګر دا چې د ده لپاره جنت فرض شو.

(۴۹) د نظر په ختمیدلو باندې د صبر کولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله تعالی فرمايلي دي:« إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبْدِي بِحَبِيبَتَيْهِ، فَصَبَرَ؛ عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الْجَنَّةَ».
ژباړه:: کله چې زه خپل بنده هغه نه د سترګو په اخستلو امتحان کړم، او هغه صبر وکړي، نو د هغې په بدله کې ورته جنت ورکړم.
 
(۵۰) د زیاتو سجدو کولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ؛ فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً إِلَّا رَفَعَكَ اللَّهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً».
ژباړه:باید سجدې ډېرې کړي، یقینا ته الله جل جلاله ته یوه سجده نږدي مګر دا چې الله تعالی  په هغی ستا یوه درجه لوړوي، او یوه ګناه در څخه رژوي.
يادونه: پورتني ټول حديثونه صحيح دي.