ملا معتصم آغاجان: طالبان نه شي کولی چې اوسنی حکومت له منځه یوسي

روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، پخوانی طالب چارواکی او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر معتصم ملا معتصم آغاجان وايي، چې د طالب او افغان لخوا د سولې روانو خبرو کې یو بل ته د نه ور تیریدو له امله روانې خبرې له خنډ سره مخ شوي دي.

معتصم آغاجان وایي، چې که حکومت غواړي چې طالبان په زوز د نظام برخه وګرځوي په دې نه شي توانیدلی او نه هم طالبان ددې توان لري ترڅو اوسنی نظام له منځه یوسي.

د نوموړي په وینا، چې ددې لپاره چې د سولې روانې خبرې پایله ورکړي نو اړتیا ده چې دواړه لوري یو ګډ تفهم ته سره ورسیږي او دی په دې برخه کې له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره د سیاسي او جهادي مشرانو منځګړیتوب مهم بولي او وايي، چې یاد مشران دې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره پر دواړو خواوو فشار راوړي.

معتصم آغاجان په هېواد کې روانو هدفي وژنو ته په اشارې ویلې، چې یاد کار د افغان سولې بهیر د جنجالي کیدو لپاره ترسره کیږي او ځیني خاصې کړۍ له دې ګټه اخلي.