امریکا وایي چې له طالبانو سره شوې هوکړه په بشپړ ډول عملي کوو

روهي (نۍ/۱۱ د سلواغې)، د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار وایي، چې امریکا به له طالبانو سره شوی تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان په یوه تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې، دي چې دوی متحد دي ترڅو له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ ادارې هوکړه به په بشپړه توګه عملي کړي.

نوموړي په طالبانو هم غږ کړی ترڅو له نورو وسله والو ډلو، القاعده شبکې سره اړیکې وشلوي او ورسره له افغان حکومت سره د سولې په روان  بهیر کې یوې پایلې ته ورسیږي.