عباس ستانکزی: که اشرف غني استعفا ورکړي نو دا نن سوله کوو  

روهي (جمعه/۱۰ د سلواغې)، د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال شري محمد عباس ستانکزی چې د طالبانو د يو پلاوي سره مسکو ته تللی د افغانستان اوسنی حکومت د سولې خبرو پر وړاندې خنډ بولي. 

ستانکزي مسکو کې يوې ناستې ته ويلي دي چې که چېرې اشرف غني نن ورځ هم استعفا ورکړي او د يو نوي حکومت لپاره هوکړه وکړي نو سوله به راشي او سوله بيا کېدونکې ده.

دغه طالب چارواکي ويلي دي چې ولسمشر غني په واک کې د پاتې کېدو لپاره هڅې کوي او په څو خبري ناستو کې ويلي دي چې که نوی حکومت هم راشي نو دی به يې ولسمشر وي. 

د ستانکزي په وينا چې د سولې پر وړاندې  خنډ يوازې اوسنی حکومت دی او که چېرې دغه حکومت واک خوشی کړي نو سوله به ژر راشي. 

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي نو دوی به جګړې ته دوام ورکوي او د بهرنيانو په شتون کې سوله نه کيږي.