.jpg)
روهي (جمعه/۱۰ د سلواغې)، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۲۰۲۰ کال کې چین ته د افغانستان صادرات ۸۷سلنه زیات شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ګمرکونو د ادارې د مالوماتو په اساس چې تېر کال د افغانستان صادرات چین ته ۵۴ میلونه ډالره و په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۲۹ میلیونه و.
په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان مختلف محصولات لکه جلغوزی، پنبه، وچې میوې، لکه: زردالو ، مميز، وچ انځر، قیمتي ډبرې (مرمر ، تالاک) او یو شمیر نور ملکیتونه چین ته صادر شوي.