غازي نواز تڼی: حکومت کې ځیني کړۍ د سولې مخالفت کوي

روهي (جمعه/۱۰ د سلواغې)، پکتیا کې قومي مشرانو د جګړې له دواړو غاړو یې وغوښتل چې نور دې خپلو کې اوربند وکړي. 

د غونډې ته د ملي روغې جوړې شورا سلاکاز غازي نواز تڼي په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې حکومت کې ځينې کړۍ نه غواړي چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.

د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو د هېواد په ډیری ولایتونو کې بیا د وسله والو طالبانو لخوا وروستیو بریدونو ته په اندېښنې سره وویل، چې دغه ډله باید جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي. 

په ټوله کې خلک په قطر کې د سولې په روانو خبرو بې باوره شوي دي او وايي چې د سولې لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ دویم پړاو خبرې به هم له کومې مثبتې پایلې پرته پای ته ورسیږي.