عبدالله: دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي حوصله ستايم

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دوحه کې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي سره ان لاين ناسته کړې. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې دوی سره په خبرو کې مې  د مرکچي پلاوي هڅې او حوصله مندي وستایله او له هغوئ مې غوښتنه وکړه، چې په صبر، هدفمندانه او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې خبرې اترې مخته یوسي.

د مصالحې عالي شورا مشر لېکلي دي  چې د سولې په خبرو کې د جنګ ختمول، ژر اوربند او د هدفي وژنو پایې ته رسول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لومړیتوبونه دي. 

نوموړي مرکچي پلاوي ته دا هم ويلي دي چې نظام، سیاسي رهبران او د افغانستان خلک په یو قوت سره له تاسو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي په عنوان ملاتړ کوي، تاسو هم باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازولۍ د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو لومړیتوبونه په هدفمند او قاطع ډول تعقیب کړئ. 

عبدالله ويلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جګړې د دایمي ختمېدو او د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې د سولې په خبرو اترو کې ژمن دی او پدې برخه کې یې ډېر مهم ګامونه پورته کړي دي او له مقابل طرف څخه هم غوښتنه لرم، چې د وینې دوېدنې د درېدو، د جګړې او تاوتریخوالې د ختمېدو په برخه کې عملي او صادقانه ګامونه پورته کړي.