د امريکا بهرنيو چارو وزير له ولسمشر غني سره خبرې کړې 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو نوي بهرنيو چارو وزير  انتوني بلېنکن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کړې. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند په يوې خبرپاڼې کې د دغه اړيکې پخلی کړی. 

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې دغه خبرو کې انتوني بلېنکن د امريکا د حکومت په استازېتوب له افغان سولې د خپل ملاتړ ويلي دي او له سياسي لارې يې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو ويلي دي. 

بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن همدا ډول ولسمشر غني ته ويلي دي چې دوی به د طالبانو او د امريکا پخواني حکومت ترمنځ د تېر کال د دوحې تړون هم وګوري چې آيا طالبانو په کې کړې ژمنې پلې کړې دي او کنه. 

نوموړي له افغان مشرانو غوښتي دي چې له دغه تاريخي موقع ګټه پورته او د افغانستان شل کلنه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.