احمدي، د حکومت د مرکچي پلاوي غړی: لنډمهاله حکومت راتلونکی او غني په کې ځای نه لري 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د محمد امین احمدي په نوم د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي يو غږيز کلېپ رسنيو ته وتی دی چې دی په کې د بنډمهال حکومت وايي. 

پر ټوليزو رسنيو د نوموړي خپور شوي کلېپ کې دی وايي چې اشرف غني د نړۍ لپاره د خوښې مشر نه دی، لنډمهاله حکومت راتلونکی دی او پرته له دې سوله راتلونکې نه ده. 

نوموړي دا ويلي دي چې د نړۍ غوښتنه دا ده چې طالبانو سره بايد سوله وشي او په دې پار به لنډمهاله حکومت جوړيږي، چې ولسمشر غني به په کې ځای ونه لري. 

نوموړي په ټېنګار ويلي دي چې دغه نوي حکومت کې به يوازې اشرف غني قرباني کيږي او نور به نام پر خپل ځای وي.