له اسلام اباد او تهران وروسته؛ طالب پلاوی مسکو ته په رسمي سفر لاړ 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د طالبانو د سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ يو طالب پلاوی مسکو ته په رسمي سفر تللی. دغه پلاوي د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره لېدلي دي. 

د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د دغه پلاوي د سفر پخلی کړی او پر ټوېټر يې لېکلي دي چې ياد طالب پلاوی تېره ورځ مسکو ته رسېدلی دی. 

نوموړي زياته کړې،  "په ملاقات کې ددواړو هيوادونو اړونده موضوعاتو تر څنګ دبین الافغاني مذاکراتو د روان وضعیت او ددوحې دتوافقنامې په پوره تطبیق بحث وشو.

روسيې په افغانستان کې دسولې د راتګ په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
دواړو لوریو ديادو موضوعاتو په اړه نظریات، مشورې او پیشنهادونه سره تبادله کړل."

له دې وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي اسلام اباد او تهران ته رسمي سفرونه کړي وو.