روه (پنځه نۍ۹ د سلواغې)، د ټول ګټو چارو يا فوايد عامې وزير انجنير نجيب الله يمين وايي چې د دغه وزارت د چارو د کفيت د ټېټوالي يو لامل په دغه وزارت کې تر ۶۵ سلنه د هغه کارمندانو شتون وو چې يوازې دولسم او څلورلسم ټولګي يې لوستي او ملسکي نه وو.
نوموړي چې نن ورځ يې کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکونې پرورګرام ګې خبرې کولې ويلي دي، چې ټولګټو چارو وزارت يو مسلکي او تخنيکي وزارت چې پر همدې اساس د تخنيکي برخې کارمندان يې بايد انجنيران ووسي. يمين ويلي چې وزارت کې د تر سره شوي سمونونو په پايله کې بې مسلکه کسان له دندو تبديل شوي دي.
ټول ګټو چارو وزارت په راتلونکو برنامو کې د افغانستان تر ټولو ستر سړک، چې د ۱۳ ولايتونونه به سره وتړي؛ د هرات له تور غونډي بيا د ننګرهار ولايت تر تورخم بندر پوري سړک دی، چې د ډيزاين چارې يې تر سره شوې او په لوړو ميعارونو جوړيږي. له دې وريخوا هغه سړکونه چې د افغانستان شمال او سویل به سره ونښلوي د سروې چارې يې روانې دي.
د افغانستان ټولګټو چارو وزير دا هم ويلي دي چې په تېر يو کال کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې ۲۴۱ کيلو متره سړکونه نوي جوړ شوي، ۹۲ کيلو متره سړکونو باندې جغل يا شګې اچول شوې او ټول – ټال د ۱۴۵۳ متره په اوږدوالي پلُونه جوړ شوي دي. ټولګټو چارو وزير ويلي دي چې دغه وزارت تېر کال د اتيا رغنيزو پورژو چارې پيل کړې وې چې له ډلې يې ۲۶ پروژې بشپړې شوې او ګټې اخېستنې ته هم سپارل شوې دي.
فوايد عامې وزير انجنير نجيب الله يمين په راتلونکي کال کې د هېواد په کچه د ګڼو پروژو د پلي کېدو ویلي او په وينا يې چې يادې پروژې به د لومړيتوبونو پر اساس د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې پلې شي.
وروستي