هرات کې يو کس خپل پلار او د ورور خُسر ووژل 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې يو کس خپل پلار او همدا ډول د ورور د ميرمنې پلار وژلي او په خپله تښتېتدلی دی. د هرات پوليسو د پېښې پخلی کړی. 

د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده رسنيو ته ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د وژونکي د نېونې هڅې پيل کړې دي. تر اوسه د دغ پښې لامل نه دی په ګوته شوی. 

له بلې خوا د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د مولوي عبدالوهاب په نوم يو ښوونکی تېر ماښام په ډزو وژلی دی.