انتوني بلېنکن: مونږ غواړو په دې پوهه شو چې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې پر څه هوکړه شوې 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي چې دوی اړتيا لري ترڅو تېره فېبرورۍ مياشت کې د ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه مطالعه کړي. 

نوموړي د خپلې دندې په رسمي پيل کې ويلي دي چې دوی به وګوري چې د دوحې هوکړه کې پر شته مسايلو طالبانو څومره عمل کړی او ورته ژمن پاتې شوي دي. 

انتوني بلېنکن همدا ډول د افغانستان د سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غوښتي دي چې خپلې دندې ته ودام ورکړي او پر خپل ماومريت پاتې شي.