د جوبايډن حکومت سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د وسلو د خرڅلاو تړونونه وځنډول

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د جوبايډن په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو نوي حکومت د بيا کتنې په پار د لنډ وخت لپاره له سعودي عربستان او عربي متحدو اماراتو سره د وسلو تړونونه ځنډولي دي. 

د جوبايډن حکومت دننه سرچينو ويلي دي چې هغه وسلې چې عربستان او عربي اماراتو له امريکا تر لاسه کولې د يمن سره په جګړه کې يې کارولې او انساني بحران په کې رامنځ ته شوی وو. 

د وسلو په دغه تړونونو کې د ۲۳ مېلېارده امريکايي ډالرو په ارزښت له عربي متحده اماراتو سره د F-35 جېټ الوتکو د خرڅلاو تړون هم شامل دی، چې ځنډول شوی دی. 

واک ته د جوبايډن په رسېدو سره د نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره  د متحدو ايالتو هغه تړونونه او هوکړې بيا له سره کتل کيږي، چې د پخواني ولسمشر ټرمپ په وخت کې لاسليک شوې وې.