د امريکا نوي بهرنيو چارو وزير له زلمي خليلزاد غوښتي چې خپل کار ته دوام ورکړي 

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د جوبايډن په حکومت کې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغان سولې لپاره د امريا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غوښتي دي چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي. 

په دې اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړل شوي خو له وړاندې د جوبايډن په حکومت کې سرچينو ويلي وو، چې خليلزاد به د امریکا په نوي حکومت کې هم پر خپل ځای پاتې وي. 

زلمی خليلزاد دوه کاله وړاندې د ټرمپ په حکومت کې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی وټاکل شو او تېر کال يې دوحه طالبانو سره د سولې هوکړه لاسليک کړه.