800 کاله پخوا ډوبه شوې بېړۍ له اوبو راوايستل شوه

 د چين د ( ګوانګودونګ ) په ايالت کې دچين له سويلي سمندر څخه يوه سوداګريزه بېړۍ چې 800 کاله پخوا ډوبه شوې وه د اوبو له تل څخه راوايستل شوه . دغه بېړۍ 64 متره اوږدوالی ، 40 متره سور او 23 متره لوړوالی لري او په بېړۍ کې 4000 د سروزرو، سپينو زرواو پورسېلان صندوقونه او 6000 د مسو سکې موجودې دي . اټکل کيږي ، چې په بېړۍ کې به 60 تر 80 زره قلمه  پورې بيلا بيل جنسونه موجود وي .   پتيل شوې چې بېړۍ  به په يوه شيشه يي خونه کې د نندارې لپاره وړاندې کيږي .