احمد ضياء مسعود: د اشرف غني حکومت پر وړاندې د ولسي جرګې له وروستيو دريځونو ملاتړ  کوم 

روهي (څلورنۍ/۸ د سلواغې)، د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د وروستيو ټکرونو په برخه کې د ولسي جرګې د دريځونو د ملاتړ ويلي دي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د ولسي جرګې دريځونه ستايي او هيله لري چې له دې لارې  د اشرف غني د بې پولې صلاحيتونو او اختيارنو کړۍ را محدوده کړي. 

مسعود لېکلي دي چې د هېواد ملي شتمنۍ د چور په حال کې ده، د ۱۸ ډوله غوښې خوړل او د ۹۱ کوډ تر نوم لاندې فساد او د پيسو اېستل د شرم وړ مساله ده چې بايد ولسي جرګه يې مخه ونېسي. 

د احمد ضيا مسعود په وينا چې د اشرف غني په حکومت کې استبداد، فساد او بې عدالتي اوج ته رسېدله ده او دا ولسي جرګه ده چې مخه به يې نيسي. 

احمدضيا مسعود د ولسمشر غني د حکومت پر لوړۍ دوره کې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی وو چې وروسته د کمزوري مديريت پر اساس له دندې ګوښه او له هغې وخت بيا تر نن يې له ولسمشر سره سياسي مخالفت پيدا او په اړه يې غبرګونونه ښيي.