په کور د ننه او بهر د سولې په اړه ناستې خو بې پایلې برخلیک

روهي ( څلور نۍ/  ۸ د سلواغې )، افغان حکومت وایي د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو بې پروايي کیږي.

طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري.
 
عبدالله نن د سولې په اړه کابل کې یوې غونډه کې ویلي د طالبانو یوه غوښتنه د دوی د بندیانو ازادول دي، د سولې خبرو پای کې باید چې بندیان ونه وسي.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي، د سولې ټینګښت او د خلکو له وژنو مخنیوی یې لومړیتوب دی، خو په وینا یې ۹ ورځې کیږي چې طالب لوری د رسمي خبروي ته نه‌دي حاضر شوي.
 
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي وسله وال طالبان او القاعده شبکه په خپلو کې نه شلول کېدونکې اړیکې لري.
 
د دې شورا ویاند، رحمت اله روهي نیوز ته وویل، "طالبانو په دوحه کې له امریکا سره په موافقه کې له القاعده او نورو افراطي ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې وه خو لا هم دا ډله له نورو ترهګرو ډلو سره پراخې اړیکې لري."
 
د سولې په تړاو غونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا د رییس، عبدالله  عبدالله نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې لومړۍ موضوع د اوربند ده او سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده.
 

د پوځي چارو شنونکی عمر صافی وایي د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو بې پروايي داندیښنې وړ ده.
 
 صافی وایي "طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري چې دا وسله واله ډله له ۲۱ نورو ترهګرو ډلو سره پراخې اړیکې لري.
 
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وایي،  په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ټول‌ټال ۸۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۵۵۳۹ نارينه، ۸۴۷ ښځې او ۲۰۱۹ ماشومان دي، چې دا د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښیي.
 
 په داسې حال کې چې د سولې دویم پړاو مذاکراتو له پیل څخه شل ورځې تېرېږي خو د دولت او طالبانو د مرکچيانو تر منځ خبرې نه دي پیل شوي.
 
تر دې مخکې د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې القاعده شبکه د طالبانو تر ولکې لاندې د پراختیا په حال کې ده.