ملي لوبډله څنګه تر نړیوال جام ښه رسېدلی شي؟

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تر دې دمه دېرش نومرې لري او دغه نومرې د ۲۰۲۳ میلادی کال د پنځوس اورییزو نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره ډېرې ګټورې دي. دا نړیوال جام په هند کې کې ترسره کیږي او افغان لوبډله به د نړۍ له ټاپ لوبډلو سره مخ کیږي؛ لکه، اسټرالیا، هند، پاکستان، سریلانکا، بنګلدیش، زمبابوی، هالینډ او ایرلیڼډ سره وي چې له ایرلینډ مو ټولې لوبې وګټلې او پوره نومرې مو تر لاسه کړي.

افغانستان په دغه سوپرلیګ کې ۲۴ لوبې کوي، دوی باید ۱۴یا ۱۵ لوبې وګټي ترڅو په نړیوال جام کې ولوبیږي.

د لوبو ګټلو او نومرو تر لاسه کولو لپاره چې څنګه نړیوال جام ته ځان ورسوو باید افغان ملي لوبډلې ته څه په کار دي.

۱. دغې لوبډلې ته د اوپنیک یو سمه او دایمي جوړه پکار ده ترڅو نړیوال جام کې له لوبډلو سره ښې لوبې وشي ځکه په مقابلې لوبډلې لومړی فشار د اوپنیګ کسانو د راوېستلو دی. موږ د اوپنیګ لپاره زیات ښه لوبغاړي لرو؛ لکه ګوربز، شهزاد، حضرت، عثمان غني، احسان الله جنت، جاوېد احمدي او ابراهیم ځدران دا چې د نړیوال جام لپاره تراوسه پوره وخت شته نو کرکټ بورډ دې درې کسان چې ګوربز، شهزاد او ابراهیم ځدران دي ټارکیت کړي او تل دې چانس ورکړي چې ولوبیږي ځکه دوي کې استعداد شت.

۲. مډل ارډر چې لوبډلې په دغو کسانو تکیه کړې وي او باور پرې لري. زموږ د ملي لوبډلې ټاپ مډل ارډر کسان قوي او تکړه دي رحمت شاه، حشمت شاهدي، اصغر افغان او نجیب ځدران ټولو کې د هر شاټ کولو وړتیا شته خو یواځي اصغر افغان ده چې باید لا هڅه وکړي، خپل فټنس جوړ کړي؛ یو، دوه رنزه باید وکړي ځکه کرېکټ تنها شپږیزې او څلوریزې نه دي چې افغان ورته کوشش کوي. کپتان او کوچ سټاپ تر اوسه په نجیب باور نه ده کړي، هغه باید د الراونډارنو څخه مخکې ولوبیږي او هغه کې د دې مقام پوره وړتیا شته چې بال څنګه ودروي.

۳. زموږ الراونډران خو په نړۍ کې خپل مقام لري نبیي، راشد او نایب زه په نبي او راشد هیڅ نه وایم ځکه هغوي نړیوالو لوبو کې ډېر لوبېدلي دي؛ پاتې شو د نایب خبره، د ده پر ځای اوس ښه لوبغاړي شته، لکه کریم جنت، شرف الدین اشرف، عظمت الله ټول هغه لوبغاړي چې ډېره خواری کوي نو باید لوبډلې ته راشي مګر متاسفانه چې اوس یې ځای نایب نیولی خو کرکټ بورډ باید د راتلونکی نړیوال جام لپاره په دغو هلکانو فکر وکړي او تل یې ولوبوي.

۴. سپین بالینګ په برخه کې نبي، راشد او مجیب تر ټولو ښه او بریالي دي. د تیز بالینګ په برخه کې موږ لا هم ښه بالر نه لرو، ځوانان لرو خو کرکټ بورډ باید کار پرې وکړي؟ حمید حسن یا خارجی روزونکي دې ورته تل ونیسې او په تیز بالرانو دې مکمل کار وکړي ترڅو نړیوال جام ته پوره او ښه بالران پیدا کړو.

پورتني هغه ټکي دي چې موږ تر نړیوال جام پورې ښه رسولی شي او هلته غټو ټیمونو ته هم ماتې ورکولی شي.

۵. ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول مهمه موضوع ده خو اوس د پخوا په پرته لوبډله ډېره ځوانه شوې؛ له پخوانیو لوبغاړو یوازې اصغر او نبي پاتې دي خو نبي تراوسه په ټیم بوج نه دی خو اصغر باید زیار وګالي. دوی د ۲۰۲۳کال لپاره له لوبډلې سره وي ترڅو نوی هلکان ترې څه زده کړي.

۶. د کپتاني مهمه کېسه چې لا اصغر افغان سره ده. افغان ښه کپتان ده. ای سی سي ورته د څو وارې ښه کپتان ویلي نو موږ یې په اړه څه نه وایو. دومره وایم، که چیرته غواړي چې نړیوال جام ولوبوې نو فټنس دې سم کړي. زه ډاډه یم چې د اصفر په مشرۍ کې به ژر غټ، غټ لوبډلې ماتې شي خو که اصغرافغان لوبډله کې نور دوه درې کپتانان وو نه روزي نو دا به د ده لوبډلې سره مکمله ناځواني وي اوس په لوبډله کې تکړه هلکان شته چې د کپتانۍ وړتیا لري لکه راشد، رحمت، حشمت او کوربز یې د یادولو دي.