د کرېکټ بورډ وروستنی وضیعت او د ښووالي لپاره یې ۶ ټکي

د افغانستان کرکټ بورډ اوس هم لا زیاتې نیمګرتیاوې لري چې ولسمشر باید دې بورډ ته زیات متوجه شي، ترڅو زموږ د ولسونو لوبه له کشمکشونو لرې کړي او یو ملې لوبه ترینه جوړه کړې. نړیوالو ته باید ثابته شي چې موږ په هره برخه کې داسې نوي او قوي ځوانان لرو چې هیواد ته پوره ژمن دي.

ولسمشره! دا لوبه داسې نه نړیواله کیږي، چې د بورډ مشرانو یې تر اوسه د مکتب مخ نه وي لیدلی. څوک چې د خلکو په مخکې خبرې نشي کولی نو څنګه به بیا داسی یو غټه اداره کنټرول کړي؟

لومړی باید د بورډ ریاست لپاره یو وړ کس انتخاب شي ترڅو هغه نړیوالو ته قناعت ورکړي چې موږ یو ښه اداره لرو او موږ دغه لوبه د تل لپاره ژوندۍ ساتلی شو.

بل په کار دا ده، چې نور مونږ باید له ایرلینډ لوبډلې خلاص شو ځکه دا زموږ د لوبډلې پر مورال تاثیر لري. د کرېکټ بورډ یو مشر هم تر اوسه په دې ونه توانید چې قوي لوبډلې په دې قانع چی موږ سره لوبې واخلی. تل مو ایرلینډ رانیولی او مات کړي مو دی. نورې داسې ګټې هر چاته ډیرې خسته کنې شوې.

که ورځنۍ یا ونډې نه برابریږي نو په ټونټې کې خو مونږ اوس له هيچ کم نه یو او له ډیرو تکړه لوبډلو سره لوبی کولی شو او او ترې ګټو یې هم. ددې زیات مثالونه شته.

په لاندې شپږو ټکو کولی شو چې په کرېکټ کې ډير پرمختګ وکړو او ولس هم خوشاله کړو:

۱ـ نور شرم ده، چی اوپنینګ ته مو اصغر افغان را روان وي. د تل لپاره باید معلوم اوپنران جوړ شي.

۲ـ د ونډې او ټونټې لوبغاړو پېژندنه په کار ده. ټونټې څه ټیسټ میچ نه ده چې اصغر او سمیع دې پکی د تل لپاره لوبیږي.

۳ـ اصغر افغان به تر کله د هر فارمټ لوبډلمشري کوي. په کار ده، چې نور کپټانان هم وروځل شي تر څو په کرېکټ کې ښه راتلونکې ولرو.

۴- مونږ په لوبډله کې داسې تیز بالر نه لرو چې حساب دې پرې وشي. بس تل مو ارمان او مجیب ته سترګې وي. د تل لپاره تیز بالر پیدا کول اړین دي ځکه موږ یواځې په دوبۍ او هند کې لوبی نه لرو؛ له دې پرته، نړیوال کپ هم را له غاړې دی.

۵ـ بل د یو سم نړيوال او تجربه کار کوچ پیدا کول مهم دي ترڅو لوبغاړي مو نورې نوې تجربې ترلاسه کړي.

۶ـ وروستی مهم ټکی دا دی، چې د اکثره لوبغاړو فټنس ډیر خراب ده او فټنیس مهم شرط دی چی څوک څنګه په ملي لوبډله کې لوبیږي!؟

ددې ټکو په عملي کولو سره به په راتلونکې نیږدې وخت ډير یوه ښه لوبډله ولرو او په دې سره به د ولس مینه هم څو چنده شي.