د کرکټ ملي لوبډلې لپاره څو مهم ټکي

پاس په هوا راشه ورلډ کپ ته
دا کوزې لارې زمبابوی نیولې دینه
 
په دې غمجن او له مرګونو ډک هېواد کې، رښتیا هم یوازېنی کرکټ ده چی افغانانو ته خوشالي ورکوي خو دغه خوشالي دا ځل د کرکټ بورډ له خوا پر افغانانو ونه لورول شوه او په وروستیو بایلل شویو لوبو، ټول ملت سخت خپه شو. لوبغاړو ته د زړه صبر او مينه والو ته لا حوصله غواړم!
 
پر کرکټ بورډ څه نه لیکم. ولس یې په اړه ښه پوهیږي. هغه څه غواړم، چې ښايي په پام کې نیولو سره یې لوبډله سم بدلون وکړي:
 
۱ـ زموږ ملي لوبډله له لومړیو تر ننه پورې دایمي اوپنران نه لري. په یوه لوبه کې یو لوبیږي، په بله لوبه کی بل؛ که دایمي اوپنران معلوم شي، فکر کوم نور لوبغاړي ورسره ډاډمن وي، لکه؛ په اولو کې د شهزاد محمدي او نورعلي ځدران اوپنیګ، چې ښه ملګرتیا یې سره جوړولی شوه.
 
۲ـ څنګه چې لوبډله چپ لاسي لوبغاړي نه لري، په داسې حال کې چې عثمان غني او حشمت شاهدي ښه او پر فټنس برابر لوبغاړي دي. هر وخت په کورني کرکټ کې ځلیدلي مګر د انتخاب مسوولینو له خوا لوبډله کې نه شاملیږي؛ که وټاکل شي یوازې اوبه وړي او د نورو لوبغاړو په خدمت کې یې.
 
۳ـ لوبډلې دا ثابته کړې، چې خپل روزونکي ته بریا ور په برخه کولی شي او په نړۍ واله کچه شهرت ور بښي. ښه مثال یې؛ د کبیر خان او انضمام الحق دی. فکر وکړئ، چې ولې کرکټ بورډ د ډير وخت لپاره، روزونکي سره نه شي کولی!؟
 
نو مونږ به داسې روزونکی څه کوو چې له هغه څخه زموږ د دولت ځدران د توپ اچونې پواینټونه اوچت وي(!)
 
۴ـ زه هم موافق یم، چې نور ځوان لوبغاړي لوبډلې ته راشي، خو باید ووایم چې ډير ژر لوبډله نویو هلکانو ته پرېښودل مهم نه دي ځکه دا لوبغاړي لا هغومره تجربه او جرت نه لري چې نړیوالو سره اوږه په اوږه مخکې لاړ شي خو کرار ـ کرار نوي هلکانو ته ځای پرېښودل پکار دي.
 
۵ـ د نړیوال جام له لاسه ورکولو سره باید په لوبډله کې اړین تغیرات را شي، تر څو نور خلک کرکټ ته رښتینی کار وکړي. دا اداره د ټول ملت ده نه د یو څو معلومو کسانو!
 
۶ـ د کرکټ اصول دا دي چې اداره باید له ډېرو هېوادونو سره اړیکې وساتي او په هر هېواد کې لوبډلو سره لوبې جوړې کړي. حیران دې ته یم چې نړیوال جام په زمبابوی کې وو او مونږ لوبې له زمبابوی سره، په اماراتو کې کولې.
 
۷ـ د کرکټ له مسایلو هر څوک خپل برداشت لري، چې څوک سم روان دي او څوک غلط!؟
راځئ چې ملي اتلانو پسې ښکنځلې ونه کړو او دوی ته د ښکنځلو پر ځای د تشویق لپاره، مخې ته ګلان ور وړو.
 
مطمین یم چې کرکټ بورډ هم په پورتنیو مواردو خبر دی خو دا چې ولې یې ورته عملاً کار نه ددی کړی، دا بیا بېله موضوع ده.
 
هېله ده له دې وروسته یادو ټکو ته فکر وشي او بل لوبغاړي د شهرت لپاره نه، بلکې د ګران هېواد لپاره لوبه وکړي.