زړه بوږنونکی د افغانستان بانک اجمل احمدي ریاست پر مهال ۹۷ فیصده عواید کم شوي له ۲۹ میلیاردو ۹۰۰ افغانۍ شوي

روهي ( څلور نۍ/  ۸ د سلواغې )،  ملت ته د حساب ورکونې  پر مهال د افغانستان مرکزي بانک ریس اجمل احمدي شتون نه درلود.
 
خو د حساب ورکونې په ورځ یې مسولینو ویلي چې عواید یې په بې ساري توګه راټیټ شوي.
 
د مسولینو په خبره  عوایدو کې یې ۲۸ میلیارده افغانۍ کموالی راغلی.
 
دافغانستان بانک د مالوماتو له مخې په ۱۳۹۸ م کال کې ۲۹ میلیارده افغانۍ وو خو  روان کال یې یوازې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ عواید درلودل چې پوره ۹۷ سلنه کموالی ښایي.
 
د بانک مسولین د عوایدو کموالی د کرونا ناروغي لامل بولي خو د حساب ورکونې په ورځ یې د اسعارو زیرمو د مالوماتو له ورکړې هم ډډه وکړه او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځواب ورنه کړ.
 
د افغانستان مرکزي بانک ریس اجمل احمدي چې د ولسي جرګې څخه د اعتماد رایه هم نه ده تر لاسه کړي،خلک او ولسي جرګه یې د کار دوام غیر قانوني بولي.
 
 تر اوسه د افغانستان عوایدو لپاره زړه بوږنونکي خبر په اړه حکومت غبرګون نه دی ښودلی.
 
تیره ورځ سیګار او د حزب اسلامي مشر ګلب الدین حکمت یار ویلي چې له افغانستان څخه په ځانګړو بې نومه الوتکو او پروازونو کې پیسې او قیمتي شیان وړل کیږي خو د مسولینو په خبره دا خبرونه بې اساسه دي خو د خلکو یې اندیښنې یې زیاتې کړي.