د کندز د ولايتي شورا ټپي شوي مرستيال (صفي ‌الله امیري) د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه 

روهي (درې نۍ/۷ د سلواغِې)، د کندز د ولايتي شورا مرستيال صفي ‌الله امیري نن ورځ سهار په ياد ولايت کې د چاودنې پايله کې سخت ټپي او نن ماښام يې روغتون کې ساه ورکړه. 

د کندز ولايتي شورا رئيس محمدیوسف ایوبي رسنيو ته د صفي الله اميري د مړينې پخلی کړی. د نن سهار چاودنه کې له نوموړي سره يو ساتونکی هم ټپي شوی وو. 

تر اوسه کومې دولت مخالفې وسله والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.