د ۲۷ صنعتي شرکتونو سره د ځمکو د وېش قرادادونه لاسلیک شول

 
روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، په ۲۷ صنعتي تولیدي شرکتونو د ځمې د پلورلو قراد داد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د عمومي ریاست او اړونده قرار دادي شکتونو ترمنځ ددغه وزارت د وزیر نثار احمد غوریاني په حضور کې لاسلیک شو.

د یادو قراردادونو د لاسلیک پرمهال د سوداګرۍ وزیر غوریاني ټینګار وکړ چې په صنعتي پارکونو کې، پانګوونې ته د پانګوالو هڅونه او هغوی ته اړونده اسانتیاوې برابرول یې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز دهېواد په صنعتي پارکونو کې د پانګوالو له پانګونې څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې دغه پانګونې کولای شي چې افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل کړي.

د یادونې وړ ده چې له ۲۷ شرکتونو څخه چې قراردادونه یې دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا ترلاسه کړل، ۲۶ شرکتونه یې د خوست ولایت په سماوات صنعتی پارک او یو شرکت یې د کابل په باریک آب زراعتي صنعتي پارک کې ځمکې ترلاسه کړلې.