ولسمشر غني او سیاسي مشرانو پر سیاسي اجماع او مطلوبې سولې ټینګار کړی

روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له پخواني  ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او استاد عبدرب الرسول سیاف سره په ګلخانې ماڼۍ کې کتلي.

د ارګ له لوري په دې موخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې دي چې په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي هم حضور درلود، د هیواد پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي کموالي، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې ودرېدو لامل شي،  ټینګار شوی.

د خبر پاڼې په وینا، چې غني په ټینګار سره وویل چې د هیواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.