امرالله صالح: د

روهي (درې نۍ/۷ د مرغومي)، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سیګار هغه راپور چې له حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر یې د ناقونونه پیسو د لیږد په اړه خپور کړی بې اساسه او جعلي بللی.

له هغه وروسته چې څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په تړاو د بې نومه الوتنو د پروازونو په تړاو څرګندونې وکړې تېره ورځ "سیګار" راپور خپور کړ چې له یاد هوایي ډګر په ځینو ځانګړو الوتکو کې د پیسو لیږد ترسره کیږي.

هغه مهال د حزب اسلامي مشر څرګندونې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له مسولینو رد او بې اساسه وبلل شوې او تازه نن د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لخوا د فساد په تړاو د "سیګار" وروستۍ راپور بې اساسه او جعلي بلل شوی.