حنیف اتمر او محمود قریشي په سوله او سوداګرۍ خبرې کړي

روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې محمود قریشي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي. 

په اعلامیه کې راغلي دي، چې په دې مکالمه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر سوله او سوداګرۍ تمرکز شوی دی او د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د ګډو بازارونو پر رامنځ ته کولو د دواړو خواو ترمنځ هوکړه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې د قریشي  له قواله ویل شوې، چې دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او تمه لري چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه شي.

اعلامیه همدت راز زیاتوي، چې د دواړو لورو همدا راز په سرحدي سیمو کې د ګډو بازارونو پر رامنځ ته کولو هم توافق کړی دی او محمود قریشي ویلي چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ترانیزیتي اړیکې لا پراخې شي.