د کریمې بلوچ پلویان وايي، چې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا وژل شوې

روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، د سیاسي فعالې کریمې بلوچ مړی د بلوچستان په تُمپ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. 

د بلوڅانو یوه فعاله چې په پاکستان کې ېې د ورکو بلوڅانو له پاره یو کمپاین چلاوه په او کاناډا کې اوسیده، چې د تېر ډسمبر میاشتې پر ۲۱ مه ددې هېواد په تورنتو ښار کې بې درکه شوه او یوه ورځ وروسته یې مړی وموندل شو. 

د کریمې بلوچ مړی چې تفریباً یوه میاشت وروسته بلوچستان ته راولیږدول شو پلویان یې وايي، چې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا وژل شوې ده.

د پلویانو په خبره یې چې کریمه بلوڅ شاوخوا پنځه کاله وړاندې له هغه وروسته له پاکستانه بهر لاړه، چې دلته يې ژوند ته خطر و.