ځانګړو ځواکونو د لوګر څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو زندان څخه سرتیري ازاد کړي

روهي ( درې نۍ/  ۷ د سلواغې )، افغان ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۷ سرتیري او ۱۵ ملکي وګړي ازاد کړي.
 
ملي دفاع وزارت وایي،کوماندو ځواکونو تیره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې ۲۱ کسان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي،چې ۷ تنه یې امنیتي سرتیري او پاتې نور ملکي وګړي دي.
 
ملي دفاع وزارت په خپاره کړي خبر پاڼه کې وایي، په دې عملیاتو کې له طالبانو څخه یوشمېر وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
 
طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.