ولسمشر غني له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کېدو ټینګار کړی دی

روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، ولسمشر غنۍ تېره ورځ د کابینې په غونډه کې یو ځل بیا ویلي چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، سوله دې وکړي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي. 

ولسمشر همدا راز د امریکا د حکومت ددې پرېکړې هرکلی کړی دی چې غواړي د دوحې تړون له سره وارزوي او دا روښانه کړي چې یادې ډلې څومره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی. 

ولسمشر دغه راز د سولې په برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرسته او همکاري هم اغېزناکه بللې ده او له دوی یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې ده.