د خدای ج غږ (لنډه کیسه)

وجدان زړل، عقل ناهیلې اروا نیولې وه،ځړیدلې شونډې یې مړاوې وخوځېدې:
ــ خیر ده نور مه زاړه، زړه مي خولې ته راغلی
وجدان نه کراریده:
عقل چېغه کړه:
ــ څه ټکه در پریوتې؟

وجدان په زړا زړا کې یوه ځوان ته ګوته ونیوه،
ځوان پښه نیولی غوندي و، له ځان سره یې څه وویل زړه نا زړه روان و،  توره تیاره وه، سپین کالي یې له ورایه ښکاریدل، تر یوې کوڅې وړاندي تير شو، لنډ را تاو شو، زنګ وهلې کانټینر دروازې ته مخامخ ودرید، څو شیبې په خپل ځای دوه زړی ولاړ و، کړپا یې تر غوږ شوه، ښه ځیر شو، کړپا نیږدي وه، څرپ شو، ویښتان یې زیږه شول" کړنچ"د دروازې مخته له کډي کونګري ټوپ کړل، لاړ خپله مخه یې ونیوه، د ځوان د زړه ټپا تیزې کوله، په کونګري پسې یې وکتل نه و، په لړزیدلي غږ یې وویل :
ای تا مور غ ...

سړی څو شیبې نور هم ودرید، ولاړې کږې دروازې ته یې وکتل، له ولاړ زاړه دیوال سره وړاندي تیر شو او بیا ودرید،  خوا و شا يې تر نظر تیره کړه، څوک نه و د دیوال سر ته یې لاسونه ور واچول په اسانۍ یې ځان د انګړ خوا ته ور ځوړند کړ، دیوال ته ډډه وهلی کیناست، مخامخ پنځه ــ شپږ قدمه وړاندي پخوانۍ زړې کوټې ته یې وکتل د ګروف خپه رڼا پکې ښکاریده. 

سړي څو وړې وړې شګې د کړکۍ خواته ور وویشتې، دوه دری یې په اینه ور برابرې شوې " شرنګ "خپ اواز یې شو، بیا له ځمکې د شګو په ټولولو کې و چي کمزوری غږ یې تر غوږ شو:
ــ څوک یې؟  
ځوان د ټلیفون سکرین ورڼول ښځه پوه شوه، بیرته شاته مخ په کوټه وګرځیده، ماشومانو ته یې وکتل دوه ماشومان ویده وه، تر هغوی غټوکې انجلۍ له مساله یي (پلاستیکي) نانځکې سره خبرې کولې: 

ــ زاړه مه اوس به ادې لمونځ وکي(وکړي) بیا به ډوډۍ خورو،  ښا...
 ښځه په دوه کې وه، ځان ته یې پام شو سر یې له درده دروند دروند کیده له ځانه سره یې وویل:
ــ اوف خدایه! سر مي چوي(چاودي) څنګه وکړم؟
  
تر څه ځنډ په خپل جای بې حرکته پاته وه، خفه ښکاریده، چورتونو په مخه کړه، ناڅاپه یې جټکه وخوړه، لاسي بتۍ یې ور واخیسته له کوټې ووته ...

سات وروسته یې په موټ کې پاکستانی زرګون کالدارې نیولې د ماشومانو کوټې ته ننوته، زړه یې سستي کوله، مخامخ په چوکاټ شوي عکس یې سترګې ولګیدې یو ځوان په کې ولاړ و؛ جګه ونه، ښایسته خندنۍ څیره، توره په موټ نیمایي ږیره، هر څه یې ، ښځې ته ویرونکي وو.

عکس ته مخامخ ورغله، نیږدې ورته ودریده ، سترګې یې ځمکې ته کړې، په دردمن انداز یې وویل:
ما مه ملامتوه که ته سر خوړلی، ځوانیمرګ شوی نه وای، زه به اوس ولې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د هر کډي سپي خوړم!؟

نا کراره وه، نا کراري یې ورو ورو په ژړا بدله شوه، ښه شیبه یې په چیغو چیغو وژړل. 
پرته انجلۍ وډار شوه له خولې یې ویرجنې چیغې د ښځې ژړا ودروله، ښځه یو څه په خود کې شوه انجلۍ یې په ټټر پورې کلکه ونیوه دوه څنګ په څنګ پراته ماشومان په خپلو جایو کې نیغ نیغ کیناستل،  ښځې ته یې په رډو رډو وکتل ښځه په خپلو نارو پښیمانه ښکاریده دری واړه ماشومانو د خپلې مور په غیږ کې ځانونه واچول یوه یې ورو ترې وپوښتل: 

ــ نن ډیره وږې یې؟
دوهم ماشوم مخکې تر دې چي ښځه څه ووایي وویل:
صبا به موږ ټول ورځ ډیر ګوټونه ورنګوو، څلور ــ پنځه ډوډۍ به درته راوړم 
ښځې له څه ویلو پرته خپل ماشومان ښکل کړل شیبه وروسته د دری واړه ماشومانو تر څنګ په ویړ شوي جای کې پرته وه، د شپې تر ډیره رڼې سترګې غځیدلې وه، له ځانه یې کرکه کیده...

سهار و، عقل له کرکې ډکه څیره نیولې وه، پروت ځوان ته یې وکتل، د ځوان خرهاری خوت...
د مهربانې د ژړا غږ یې تر غوږ شو، ور وه یې کتل په غوسه یې ورته وویل:
 ــ یو خو ته نه شعور لرې او نه هم پام او فکر، څه په مرګ خو نه ده مردار سوی خو ویده ده ...

مهرباني لنډ وویل:
ــ وجدان مړ سوی ...
عقل او مهربانې دواړو ټوله ورځ په ژړا ژړا تیره کړې وه، ماښام شهوت په مسخرو ورته کړه:
ــ ټوله ورځ مو چټي د وجدان په مظلومه ساندې کړي،  وجدان اوس هم په ځوان ګران ده، ته ورته وګوره!

عقل د سترګو تر کونجو ورته وکتل، ځوان په فیسبوک له خپل عکس سره لیکلي وو: 
ــ  " وجدان د خدای ج غږ ده "
پای