ویره تر کرونا هم جدي وګڼئ!

 ویره د زیانمنونکي ناسم تصور زیږنده وي چي ډیری وخت موږ په خپل ذهن کې ځای ورکوو
خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې ویره مرګ ته د رسیدو یو ګام دی؟

 ویره په اصل کې هیڅ حقیقت نه لري بلکي هغه بلا ده چي موږ په خپل ذهن کې د مُضرو افکار او خیالونو له ګیډي غورځولی او د وسواس په لاسونو مو اوږده لکۍ او پښې ورکړي.

معمولا د شپې له خوا ماشومان ویریږي، کله چي په تنهایۍ له کوټې بهر شي خپل عادي حالات د مضرو ذهني خیالاتو له امله له لاسه ورکوي دا ده چي روح او روان دواړه یې په ویره کې ګیریږي.

نن صبا کرونا هم د له کوټې بهر د ماشومانو ویره ګرځیدلي او تر نیمایي زیات وګړي یې په ژوند تر مرګه رسولي، خو په اصل کې دا ویره ډیره تر وار ړومبۍ او ظالمانه ده.

یوه شرقي افسانه ده چې:
" یو شاهزاده تر ښار د باندې ګرځیده، د وبا له ناروغۍ سره مخ شو او ترې ویې پوښتل: اې ناروغۍ! غواړې څو زره کسان نور هم د نیستۍ کندې ته وسپارې؟

ناروغۍ ځواب ورکړ: زر کسه 
څه موده وروسته یې بیا ناروغي ولیده او ترې ویې پوښتل: ولې دې خپله ژمنه تر پښو لاندې کړه او د زرو کسانو په ځای دي پنځه زره ووژل؟

هغې ځواب ورکړ: ما ټول ونه وژل، بلکي څلور زره تنه له ویري مړه شول."

په دې مقاله کې مو هڅه کړي هغه لس لارې چارې درته په ګوته کړو چې د ویرې په له منځه وړلو کې درسره مرسته کوي.

۱-: عبادت وکړئ!
(الا بذکرالله تطمئن القلوب)
ژباړه: خبر شئ چېې  د خدای په یادولو سره ستاسې زړونه سکون او ارام ترلاسه کوي.
 
همدارنګه یو اروا پوه او طبي څیړونکی جوان بورینسکو په دې عقیده دی چې خلک خپل ډیری وخت په قهر او غوسې تیروي یا خپل راتلونکي ته اندېښمن دي چې له دې سره د ویري او اندیښنې د کمولو لپاره باید ټول ځان په دې پوه کړو چې په دې وخت کې څنګه حالت غوره کړو.
 
نوموړی وایي: د دې کار لپاره باید مذهبي عقیده ولرو، د ده په آند په ژوند کې د خوښۍ تر ټولو ارام او خوښه شیبه دا ده چې د سهار لمونځ او تر څنګ یې نور عبادات تر سره شي.

دا ثابته شوي چې عبادت په بدن کې د ویري د تولید د هورومونونو (ادرینال او نورادرینال) کچه ټیټوي.

 ۲-: په خدای ج توکل پیاوړی کړئ! 
(وَتَوَکَّلْ عَلَی اللَّهِ وَکَفَی بَاللهِ وَکِیلًا) 
ژباړه: پر الله توکُل وکړه، هماغه الله د وکالت لپاره کافي دی.

موږ ډیری وخت لفظاً توکل په خدای کړی، چې په اصل کې تر اوسه ډیر کم تعداد خلک په دې مفهوم پوه او ګټه ترې اخلي، که داسي نه وي په ژوند کې مو بیا ویره او اندیښنه په څه مانا؟ 

د انسان لپاره په خدای ج توکل د نیکمرغۍ پیل ده او په دې سره له هر ډول ویرې د خلاصون لار مومي ځکه په خدای ج ډډه (تکیه) د تنهایي او ټولو هغو نیمګړتیاو احساس چي له امله یې انسان ځان نا توانه او په قفس کې بند حسوي له منځه وړي.

۳-: د ځان لپاره خوښي شیبې ولټوئ! 
لږ تر لږه په ورځ کې نیم ساعت هغه کار ته ځانګړي کړئ چې تاسو ته خوندور تمامیږي، خپل ذهن ته وخت ورکړئ څو تازه شي په ځانګړې توګه د رخصتۍ په ورځو کې خپل ورځنی کار پربږدئ او خپل وخت له ملګرو او کلیوالو سره په خوښۍ تیر کړئ، دا ډول منظم او دقیق پلان جوړونه په بدن کې د ویري کمولو لپاره غوره چاره ده.

۴-: پروټین لرونکي خواړه وخورئ!  
شیدې، غوښه او هګۍ هغه خواړه دي چې د پروټینو درلودونکي او په ډیری کورونو کې نسبتا ډیر پیدا وي. يادخواړه د ویرې د مخنیوي لپاره غوره خواړه تمامیدای شي.

۵-: د سالم تنفس معجزه وکاروئ! 
 په واشنګټن ډي سي کې د ډاکټرانو مشر جیمزاس ګورډون خپلو ټولو ناروغانو ته چي له سرطان نیولي آن د ماشومانو د پاملرني تر بې نظمۍ کمولو دا توصیه ده چې منظمه ساه دي واخلي. 
هغه وایي: لنډه او ژوره ساه اخیستل شاید له ویرې څخه د خلاصیدو غوره لار تمامه شي.

کله چې هوا د سږو لاندنۍ برخې ته ښکته شي نو په هرڅه کې بدلون راځي؛ د زړه ټکان کمیږي، د وینې فشار ټیټیږي، عضلات سستیږي او ذهن ارامتیا مومي.

۶-: تدبیر او تقدیر مه هیروئ 
تدبیر د انسان په وس او توان پوري اړه لري او مکلف ده چې د ژوند د غوره شرایطو برابرولو لپاره یې له خپل توان او طاقت سره سم په پام کې ونیسي.

خو کله چې خبره د انسان له توانه لوړه ځي بیا هم مکلف  دی چې تقدیر ته تسلیم او د عقل له غوښتنې سره سم له هر ډول ویرې نجات ته پنا شي.
 
(قُل لَّن یُصیِبَنَآ اِلاَّ مَا کَتَبَ اللهُ)
ژباړه: دوئ ته ووایه! موږ ته هیڅکله خیر او شر نه رسیږي مګر هغه څه چي الله ج راته لیکلي دي.
 

۷-: وړاندوینه مه کوئ
له روحي پلوه پیاوړي کسان په دې ښه پوهېږي چې د راتلونکي وخت وړاندوینه نشي کولای. هغوی هیڅکله خپل وخت د راتلونکي پر وړاندوینه نه لګوي ځکه چي باور لري باید د حال په فکر کي اوسي او راتلونکی لا تر اوسه نه دی رارسېدلی او د راتلونکو افکارو په دام کي ګیرېدل، دوئ پر اوسني فعالیت باندي له تمرکزه منعه کوي او په دوئ غلطي کوي.

 ۸-: سپورټ وکړئ!
 د ورځې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې سپورت وکړئ، سپورټ سترس کموي او دفاعي سیستم او زړه مو ځواکمنوي.

۹-: د ژوند سړې تودې درس وګڼئ! 
خدای ج خپل بنده ګان په ازمایښتونو ازمایي، د دوی په ژوند کې لوړي، ژوري پیدا کوي او په دې توګه ورته د زغم او له حالاتو سره د مقابلې درس ورکوي او تر څنګ یې هغوئ ته ښیي، چې دوئ بنده ګان دي او ټولي چارې یې د داسې یو چا په لاس کې دي، چي باید د بنده ګۍ  سر ورته ټیټ شي.
 
اخځلېکونه:
* لاتحزن کتاب
* یاران سایټ
* اروا پوهنه د ټولو لپاره کتاب
* نن اسیا ډاډ کام سایټ
* خپله درملنه خپله وکړئ کتاب
* خپلي تجربې 
* راځئ توبه وکړو کتاب 
*د بریا اروا پوهنه کتاب 
* اروایي روغتیا کتاب