پلار له یاده باسي ...

زویه غوږ ونیسه! ته ویده یې، ویښتان دې خولې شوي او پر تندي دي پراته دي، لاس مي ستا تر زنې لاندي دی او وایم: زه په پټه ستا خوني ته راغلی یم څو شیبې وړاندي چي په کتابتون کې مي ورځپاڼي لوستلې، له خواشینوونکې پښېمانۍ سره مخ شوم، په داسي حال کې چي ځان مي ګنهګار احساساوه، ستا کټ ته راغلم.

زویه! د ځینو شیانو په اړه مي فکر کاوه، زه به پر تا غوسه وم، تا به چي د ښوونځي جامې هم واغوستې ما به ملامتولې، ځکه چي په مخ به دي یوازي لوند دستمال را کش کړ، نیوکه به مي در باندي وکړه چي بوټان دي نه پاکوې په ډیره غوسه به مي درته وویل چي ځیني شیان د خوني په غولي غورځوې، د سهارنۍ پر وخت به مي هم ستا تیروتني پلټلې، په تېره بیا چي څه به درنه تویي شول، یا به دي ډوډۍ په غړپونو تیروله، یا دا چي څنګلې به دي پر مېز ایښي وې.

ما به غندلې چي پر ډوډۍ ډیره مصاله اچوې، کله به چي دي لوبي پیل کړې او زه به د کار لپاره د رېل پر لور روان شوم لاس به دې راته وښوراوه او ویل به دي:
پلاره خدای پامان! ما به درته تندی تریو کړ او وبه مي ویل چي ځان پوه نه کړم، مازدیګر به مي دا ټولې نیوکې له سره پیل کړې، کله به چي  پر سړک راتلم ته به مي څارلې، تا به ګونډي وهلي وې توشلې به دي کولې، جورابې به دې سورۍ شوي وې.

ما به دي د ملګرو په مخ کې ګواښلې او له ځانه به مي مخکي کړې چي کور ته ولاړ شه، پر جورابو مي دي ډیرې پیسې ورکړي وې، که دي خپله اخیستي وای؛ احتیاط به دي ورسره کاوه .
اوس دي له پلاره داسي خبري اوره!

ستا په یاد دي کله چي به مي په کتابتون کې مطالعه کوله ته به څنګه پښه نیولی راتلې، په سترګو کې به دي یو ډول نا ارامي ښکاریده، کله به مي چي د ورځپاڼي له سره سترګي در پورته کړې، بې ځنډه به مي درته وویل:

څه غواړې؟
تا به ویل چي هیڅ نه، په منډه به راغلې، زما له غاړي به دې د مینې لاسونه تاو کړل او ښکل به دي کړم، هغه واړه لاسونه او څنګلې په داسي محبت سره چي خدای ج ستا په زړه کې اچولی؛ چي حتی زما بې غوري به هم ستا له زړه نه شوی ایستلای، بیا به په منډه وتښتیدې او ټپ ټپ په زینو کې به لوړ پوړ ته وختې.

ښه زویه! یوه شیبه وروسته له دې چي ورځپاڼه مي له لاسه وښویېده او یوه ډیره بده ویره راباندي راغله، دې عادت پر ما څه کړي دي؟

دغه خوی چي تیروتني پیدا کوم او ملامتي اچوم، زما له لوري درته انعام و؛ ځکه چي هلک یې داسي نه ده چي ګنې په ما ګران نه یې، خو له تا مي زیاته توقع درلوده، ما به د خپلو کلونو په ګز اندازه کولې که څه هم په تا کې ډیرې ښیګڼي او ښه خاصیتونه وو، ستا کوچینی زړه دومره لوی و لکه لمر چي په غرونو را پورته کیږي.

دا له هغې مینې معلومیده چي تا به زه ښکل کړم او وبه دي ویل:

شپه په خیر نن شپه د هیڅ شي پروا هم نه کوم.
زویه! زه ستا کټ ته په تیاره کې راغلی یم او د کټ څنګ ته مي دي د شرم ګونډې وهلي دي، پوهیږم چي ته به پر دې خبرو پوه نه شې؛ خو ما دا خبري په ویښه نشوی کولای، خو ژمنه کوم چي صبا ته به زه ریښتینی پلار و اوسم، له تا سره به ملګری شم او ستا پر خفګان به خپه کیږم، که ته خاندې زه به هم خاندم، کله چي په بې صبرۍ خولې ته خبري راځي؛په خوله به لاس ږدم، زه به دغه رویه خپل عادت وګرځوم چي: دا یوازي یو هلک دی، هغه هم کوچنی هلک!

ډیر وبښه چي تا ته مي د غټ سړي فکر کړی و!
خو زویه! اوس دي چي وینم چي په خپل کټ کې له ځان سره نغښتی یې؛ پوهیږم چي لا هم ماشوم یې، پرون دې د مور په څنګل کې وې؛ سره به دي د هغې په ولي کیښود خو ما له تا ډیري زیاتې غوښتنې در لودلې دې.
ـــــــــــــــــــــــــــ
پلار له یاده باسي ...
راټولونه: محمد عارف لیوال
لېکنه: د ډبلیو لفینګ سټون لارنډ