ارغنديوال: د چارو ادارو د ۱۷ ډوله غوښې قرارداد سره ما مخالفت وښوود او له دندې لېرې شوم 

روهي (دوه نۍ/۶ د سلواغې)، د افغانستان د ماليې پخواني وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوه ځانګړې کړۍ شتون لري چې له قانون لوړې چارې تر سره کوي. نوموړي له دندې د ګوښه کېدو په اړه نن ورځ کابل کې راسنيزه ناسته رابللې وه. 

دغه ناسته کې عبدالهادي ارغديوال هغه لاملونه چې د نوموړي د ګوښه کېدو په مکتوب کې لېکل شوي وو، رد کړي او ويلي دي چې ده نه د ولسمشر له حکمونو سرغړونه کړې او نه يې هم کومې غېر قانوني ټاکنې کړې دي، بلکي دی د ځينو کسانو د شخصي ګټو لپاره خنډ وو او په همدې اساس له دندې اېستل شوی. 

د ماليې پخواني وزير د چا نوم وانه خېست خو په بيا ځلې يې ويلي چې د ولسمشر غني شااوخوا داسې کسان شتون لري چې په فساد ککړ دي او له قانوني صلاحيتونو لوړې چارې تر سره کوي. نوموړي ويلي دي چې ده له ولسمشر غوښتي وو چې دی يوازې ولسمشر او ولسي جرګې ته مسوول دی او د کومې بلې ادارې يا کس غوښتنې نه شي منلی. 

عبدالهادي ارغنديوال ويلي دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په يو قرارداد کې د ۱۷ ډوله غوښې ويل شوي وو، خو ده ور سره مخالفت وښوود او ولسمشر يې هم ورته متوجه کړ، چې وروسته ولسمشر غني ياد قرارداد منظور نه کړ. 

ارغنديوال ويلي دي چې ماليې وزارت کې يې ټول هغه کسان ټاکلي  چې وړتياو لرونکي وو، خو د مشخصو کړيو له خوا پرې دا فشارونه هم وو چې ځيني ګمرکونو کې د دوی کسان وټاکل شي، خو  تر اخېر دا ډول غوښتنې ور سره ونه منل شوې. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال له ولسمشر غني ترې بار - بار د ملاتړ غوښتنه کړې او ده له خپل ګوند سره له سلا - مشورو وروسته د دولت جوړونکي ټيم څخه ملاتړ اعلان کړ خو دا ملاتړ په شرطونو پوري تړلی وو. 

ارغنديوال له ولسي جرګې هم مننه کړې چې پر دی يې باور وکړ او د ماليې وزير په توګه يې د اعتماد رايې ورکړې.