نيوز ويک: د نړۍ يوازينی هغه مشر چې جوبایډن ته يې مبارکي ونه ويله؛ کېم جونګ اون د جوبايډن په اړه څه نظر لري؟

روهي (دوه نۍ/۶ د سلواغې)، کېم جونګ اون د نړۍ له هېوادونو هغه مشر دی چې د امريکا متحدو ایالتو ولسمشر جوبایډن ته يې د هغې د بریا مبارکي ورنه کړه. 
 
کېم جونګ اون د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم د امريکا او شمالي کوریا د تېر په څېر جوړ نه وو؛ پر رسنيو يې يو بل ته د ګواښونو څرګندونې کولې، خو ټرمپ او کېم جونګ اون د لومړي ځل لپاره په سینګاپور کې سره مخامخ ناسته وکړه. 
 
واک ته د جوبایډن په رسېدو سره کېم جونګ ويلي دي چې دوی ته بې توپيره ده چې واک کې څوګ دي، خو حقيقت دا دی چې امريکا د شمالي کوریا سرسخت دښمن هېواد او د شمالي کوریا د وړاندې لپاره خنډونه جوړوي. 
 
د شمالي کوریا دولتي اژانس د کېم جونګ اون له خولې لیکلي، چې هر وخت امريکا د شمالي کوریا پر وړاندې له خپلو دښمانه پاليسيو لاس په سر شي، نو د دغه دوه هېوادونو ترمنځ سوله او همکاري بيا شونې ده. 
 
د يادونې ده چې اوسني ولسمشر جوبایډن د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال پر کېم جونګ اون توندې نیوکې کړې وې او هغه يې مجرم او وژونکی انسان بللی.