ولسي جرګې د سیګار او رسنیو د وروستیو راپورونو په اړه له حکومت وضاحت غوښتی

روهي (دوه نۍ/۶ د سلواغې) د افغانستان ولسي جرګې د سیګار د هغه راپور وروسته چې له حامد کرزي هوایي ډګره یې د پیسو د لیږد په برخه کې ورکړی دی له حکومت ددې موضوع په تړاو وضاحت غوښتی.

د ولسي جرګې غړو نن ددې جرګې په امتیازي ساعت کې د سیګار هغه راپور ته په پام چې ویلي یې وو د کابل له هوایي ډګر په ناڅرګندو الوتکو کې په غېر قانوني توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي غبرګون ښودلی دی. 

وکیلان وایي، وړاندې هم په دې تړاو اندېښنې موجودې وې او پکار ده چې ژر تر ژره حکومت په دې تړاو ولس ته وضاحت وړاندې کړي.
د جرګې رئیس میر رحمان رحماني په حکومت غږ وکړ څوک یې چې ملي شتنمۍ او پیسې غلا کوي او بهر ته یې لېږدوي ژر دې دولت په دې تړاو مالومات ورکړي.

سیګار د افغانستان لپاره د امریکا د مالي او پراختیایي مسایلو د څارلو مهمه اداره ده چې معلومات یې دقیق او مهم وي او له دې وړاندې د حزب الله اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د بې نومه الوتکو د پروازونو ویلې خو هغه مهال افغان دولت د نوموړي دا تورونه رد کړل.

د سیګار د وروستي راپور په اړه تر اوسه افغان دولت کوم غبرګون نه دی ښودلی.