رحماني: حکومت له ولسي جرګې غچ اخلي

روهي (دوه نۍ ۶ د سلواغې)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني نن د جرګې په عمومي ناسته کې پر حکومت تور پوری کړی چې له وکيلانو د غچ اخیستنې په پار حکومت په دولتي ادارو کې د ولسي جرګې د غړو نېږدې کسان او خپلوان له دندو ګوښه کوي.  
 
رحماني ادعا کړې چې ولسي جرګې دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه د رد کړې او اوس حکومت پر وکيلانو له غير مستقيمو لارو فشار راوړي ترڅو دوی اړ کړي چې بودجه تصويب شي. 
 
د حکومت او ولسي جرګې د بوديجې پر سر اختلاف رامنځته شوی؛ ولسي جرګه د ۱۴۰۰ ل کال بوديجه ناعادلانه بولي خو بيا ځيني شنونکي وايي چې حکومت په دې بودجه کې د وکيلانو شخصي قراردادونه لغوه کړي او په همدې پار ولسي جرګه بودجه ردوي.