ناسا: روان ۲۰۲۱ کال کې دا ګورو چې مریخ کې ژوند کيږي او کنه

روهي (دوه نۍ/۶ د سلواغې)، د امريکا متحدو ایالتو فضايي ادارې يا ناسا ويلي دي چې روان ۲۰۲۱ کال کې د فضايي موندنو لپاره نوي پروژې لري چې پلې به يې کړي. د ناسا د مالوماتو اړوند دوی مریخ ته داسې سپوږمکۍ لېږي، چې د خاورې نمونه يې ځمکې ته راوړي او وبه کتل شي چې هلته ژوند شونی دی او کنه. 
 
د امريکا متحدو ايالتو ترڅنګ؛ چين، عربي متحده امارات او يو شمېر نور هېوادونه هم مریخ ته سپوږمکۍ لېږي. دوی به هلته اقليم او د خاورې بڼه مطالعه کړي. 
 
مريخ د لمريز نظام دويمه ترټولو کوچنۍ سياره ده چې له ځمکې ۱۶۹.۵۷ میلیونه کيلو متره واټن لري. مریخ له ځمکې کوچنی دی. د ځمکې ټول پراخوالی ۵۱۰ مېلېونه کيلو متره مربع دی او د مریخ پراخوالی ۱۴۴ مېلېونه کيلو متره ته رسيږي.