حمدالله محب: طالبان له بل بهرني هېواد کنټرولېږي او ان کورنۍ يې همالته يرغمل دي

روهي (درې نۍ/۶ د سلواغې)، د ملي امنيت سلاکار د هوايي ځواک قول اردو له لیدنې پرمهال ویلې چې طالبان خپلواک نه دي او اراده نه لري چې سوله وکړي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون د هوایي ځواک له قول اردو د لیدنې پرمهال ویلې،" چې د افغان دولت په هېواد کې د سولې د ټینګښت او له طالبانو سره په مذاکراتو کې خپل ټول توان وکاراوه او بې‌ مخینې ګامونه یې واخيستل، خو طالبانو د سولې لپاره هیڅ لازم اقدام و نه کړ او اراده یې و نه ښوده".

د نوموړي په خبره چې طالبانو برعکس تاوتریخوالی او افغان وژنه زیاته کړه، لويې لارې یې ناامنه کړې او په لارو کې يې پاټکونه واچول چې خلک ولوټي او پیسې ترې واخلي.

محب زیاته کړې چې" طالبانو زموږ زیات داسې هېوادوال شهیدان کړل چې همېشه يې د خلکو او خاورې لپاره یې غږ اوچتاوه، ملي شتمنۍ او تاسیسات یې تخریب کړل، دا ځکه چې طالبان خپلواک نه دي او د یو بل بهرني هېواد له لوري کنټرولېږي او ان کورنۍ يې همالته يرغمل دي".

محب همدا راز طالبانو ته د جګړې د دوام سره خبرداری ورکړی چې سرتېري یې د هغوی پر وړاندې پوره تیاری لري او په کلکه به د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوو.