محب: له زندان خلاص ۶۰۰ بندیان مو بیرته د جګړې ډاکر کې نیولي خو طالبان وایي پاتې ۷۰۰۰ بندیان د اذاد شي


روهي ( درې نۍ/  ۶ د سلواغې )، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، د خوشې شویو بندیانو له ډلې هغه ۶۰۰ تنه یې بېرته نیول شوي چې د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي وو.
 
د ښاغلي محب په وینا، دغه خوشې شوي بندیان بېرته جګړې ته ستانه شوي او د افغان ځواکونو په ګډون یې پر عامو خلکو بریدونه کړي دي.
 
 محب پرون د هوايي ځواکونو په قول اردو کې د وینا پر مهال وویل، د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي خپلواکي نه‌لري.
 
ښاغلی محب وايي، په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې هر غړی جلا جلا غوښتنې مطرح کوي.
 
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او یا د مذاکره کوونکي پلاوي غړو تر اوسه د ښاغلي محب د تازه څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.
 
قطر کې د سولې دوهم پړاو خبرو  نیږدې درې اونۍ کیږي چې خبرې یې بې پایلې دي ویل کیږي په داسې مهال چې د طالبانو احنډا لومړۍ غوښتنه د پاتې ۷۰۰۰ زره بندیانو خوشي کیدل دي او د افغان حکومت غوښتنه بیا هیواد کې سرتاسري اوربند دی.